نېټه: د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر لومړۍ نېټه
د غالۍ اوبدلو د روزنې په لومړي پړاو کې، ۲۷ وړ روزنیالان وټاکل شول. د غالۍ اوبدلو د ښوونکي تر ګمارنې او د ګډونوالو تر ټاکنې وروسته، زموږ رسمي فعالیتونه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۱مه نېټه پیل شول.
دغه ۲۷ کسان په ۹ ګروپونو وویشل شول، چې هر ګروپ درې کسان درلودل. هرې ډلې ته یو شپږ متریزه د غالۍ اوبدلو چوکاټ ورکړل شو، سره له ټولو اړینو وسایلو او موادو، لکه تارونه (وارپونه)، شانه (بیټرز)، او نور اړوند توکي.
ټولو ګډونوالو مخکې له دې په غالۍ اوبدلو کې هېڅ تجربه نه لرله، او دوی د ټاکل شوي ښوونکي تر څارنې لاندې د دې دودیز هنر زده کړه پیل کړه.