د دې مؤسسې د پالیسۍ له مخې، د ښځو حقونه د اساسي لومړیتوب په توګه ګڼل کېږي. مؤسسه د جنسیتي مساواتو د پراخولو او د ښځو لپاره د مساوي فرصتونو، منابعو او د قانون لاندې د خوندیتوب د تضمین لپاره ژمنه ده. مؤسسه دا حقیقت مني چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د ښځو پر وړاندې له پراخو ننګونو څخه دی، او د جنسیتي نابرابرۍ د ټولو بڼو د لهمنځه وړلو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
مؤسسه کولای شي د ښځو د حقونو د ترویج او خوندیتوب لپاره لاندې فعالیتونه ترسره کړي:
۱. د ښځو د حقونو لپاره وکالت (Advocacy):
مؤسسه په سیمهییز، ملي او نړیوالو کچو کې د ښځو د حقونو لپاره فعاله وکالت کوي. دا هڅې په تعلیم، کار، روغتیا، او سیاسي ګډون کې د مساوي حقونو لپاره کمپاینونه، او د پالیسي جوړوونکو او اړوندو ادارو سره همکاري پکې شامل دي، څو د ښځو حقونو پورې اړوند قوانین او تګلارې اغېزمنې شي.
۲. ښوونه او عامه پوهاوی:
مؤسسه د پوهاوي پروګرامونه وړاندې کوي چې د ښځو حقونو، جنسیتي مساواتو، او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو تمرکز لري. دا پروګرامونه د ټولنیزو لیدلورو د بدلون، او د ښځو د فعاله ګډون د هڅولو لپاره د ټولنې له لارې تطبیقېږي، لکه ورکشاپونه، سیمینارونه، او د ټولنیزو اړیکو فعالیتونه.
۳. اقتصادي توانمندي:
مؤسسه د ښځو اقتصادي خپلواکۍ ته د رسیدو لپاره د حرفوي روزنو، مهارتونو پراختیا، او د مایکروفایننس او کوچنیو سوداګریزو فرصتونو ته د لاسرسي زمینه برابروي. دا پروګرامونه ښځو ته دا توان ورکوي چې د دوامداره عاید سرچینې جوړې کړي او د خپلو ټولنو اقتصادي پراختیا کې برخه واخلي.
۴. د جنسیتي تاوتریخوالي د قربانیانو ملاتړ:
مؤسسه هغو ښځو ته ملاتړ برابروي چې له فزیکي، رواني یا جنسي زورونې سره مخ شوي دي. دا پکې شامل دي: قانوني مشورې، رواني مشورې، خوندي ځایونه، او د بیارغاونې پروګرامونه.
۵. قانوني وکالت او خوندیتوب:
مؤسسه هڅه کوي چې ښځې قانوني ملاتړ ته لاسرسی ولري او خپل حقونه وکاروي. دا کې د میراث، کورني تاوتریخوالي، او نورو حقوقي ننګونو په برخه کې قانوني مشورې، استازولي، او ملاتړ شامل دي.